د دارالامان په سیمه کې د وترنري پوهنځي د څارویو کلینیک فعال شو
نوموړی کلینیک د وترنري علومو پوهنځي په ملکیت کې چې شپږ جریبه پراخوالی لري، د کابل په دارالامان سیمه کې موقعیت لري. پخوا له دې کلینیک څخه د کابل پوهنتون په ګټه کار نه اخیستل کیده د کابل پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې دغه کلینیک په دې وروستیو کې د وترنري علومو پوهنځي ته د محصلینو د عملي کار لپاره په واک کې ورکړل شو.
د وترنري علومو پوهنځي رئيس ډاکټر شېرعلي جوهر صافي وايي، دا کلينيک اوس فعال شوی او د تخريب شويو برخو او ساحو د بيارغونې چارې يې روانې دي او تر دې وروسته محصلين په کې عملي کارونه ترسره کوي.
د کابل پوهنتون رهبري په دوامداره توګه هڅې کوي، چې محصلینو ته د عملي او څیړنیزو کارونو زمینه برابره کړي او تر دې دمه یې په دې برخه کې مهم او ګټور کارونه ترسره کړي او په راتلونکي کې هم غوره پروژې او پلانونه لري.