لید لوری، مأموریت او موخې
لید لوری:
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د یوه نوښتګر، منظم او پیاوړي پوهنځي توګه ژمن دی، چې د ټولنې د اړتیاوو او شرایطو په پامنیوي، د زده کړو او څېړنې له لارې د معیاري تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو په موخه د مختصصو کادرونو په روزنه او د سالمې ادارې لپاره د پراخو او کارنده پالیسیو جوړولو په برخه کې د هېواد په کچه د یوه پیاوړي علمي بنسټ په توګه ځان مطرح کړي.
مأموریت:
د ښې حکومتولۍ، سیاستولۍ او دولتي سازمانونو د پراختیا په برخو کې د متخصصو کادرونو د روزنې لپاره د علمي او عملي زده کړو رامنځته کول.
موخې:
- د سالمې، ځوابویونکې او وړ ادارې رامنځته کول،
- په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې همکاري،
- د عامه خدمتونو معیاري کول،
- په عامه ادارو کې د خدمت کولو په موخه د وړ او ژمن کادر روزنه،