لیدلوری، مأموریت او موخې
کابل پوهنتون؛ د یوه پېژندل شوي، لوی او معتبر علمي بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو د رزونې په لړ کې د خپلو پرله پسې زیارونو له کبله ځانګړی ټولنیز ځای ځایګی لري، په خپل ټول واک او ځواک سره په بېلابېلو برخو کې په ملي او اسلامي روحیه سمبالو بشري سرچینو د روزنې، د علم او پوهې د تولید او ترویج په برخه کې هڅه کوي.
لیدلوری:
په ملي او نړیواله کچه د متخصصو، متعهدو او متدينو کادرونو د تربیې، علمي څېړنو او د علم د تولید او تحصیلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د یوه معتبر او پېژندل شوي بنسټ په توګه د خپل ځای ځایګی تثبیت.
مأموریت:
د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پراختیايي بهیر ګړندي کولو په موخه په اسلامي او ملي روحیه د سمبالو، ژمنو او متحصصو کادرونو روزنه.
موخې:
- د هېواد د ټولنیزې او اقتصادي ودې په لړ کې د علمي څېړنیزو هڅو په پامنیوي، د بشري پانګې د پیاوړتیا په موخه؛ د لوړو زده کړو وده او لوړتیا.
- د کاري مارکیټ د اړتیاو په پامنیوي په بېلابېلو رشتو کې د لیسانس، ماسټر او ډاکټر په کچه په تیورۍ او عملي مهارتونو د سمبالو علمي کادرونو روزنه او پالنه
- د کتابتونو، ټولګیو، ټولنیزو او سپورتی کلبونو، تدریسي ځایونو، څېړنیزو لابراتوارونو، تمثیلي محکمو، تیاټر او تطبیقاتي راډیو او ټلوېزیون توسعه
- د کادرونو د علمي- څېړنېزې سویې د لوړونې په موخه د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو طرح .
- له ټولنیزې اړتیا سره د معاصر، اغېزناک او فعال درسي میتود سره سم د درسي پروګرامونو پراختیا او نوی والی.
- د تدریس او تیزیسونو د فاع پر مهال د اکاډمیک نظم او ډسپلین رامنځته کول.
- د علمي- تخصصي کادرونو او محصلینو لپاره د خدمتونو او کاري حالت د ښه والي په موخه د چارو تنظیم.
- د علمي غونډو ( کانفرنسونو، سمینارونو، سمپوزییمونو او ورکشاپونو) دائرول.
- معیاري لوړو زده کړو ته د پوره لاسرسي لارسازي.
- د معیاري او غوره خدماتو د وړاندې کونې لپاره د مجهزو او پرمختللیو بېخبناو رامنځته کونه.