د استادانو د مسلکي ودې آمریت
د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا امریت د پوهنتون د علمي کادرونو او کارکوونکیو د وړتیالوړونې په موخه د هغو د علمي او مسلکي وړتیاوو د انکشاف لپاره رامنځته شوی دی چې د مسلکي پرمختیا د مرکز د کاردود( طرزالعمل) له مخې خپلې چارې پر مخ بیايي.
د مرکز په څېړنیزو، خپرنیزو، تدریسي، زده کړه یزو د مسلکي وړتیا لوړونې په برخو کې ډول ډول پروګرامونو د عملي کونې له لارې هڅه کوي چې په یادو برخو کې پرنې ستونزې هوارې کړي او دې ستر او لرغوني مرکز (کابل پوهتون) ته د ظرفیت لوړونې لارسازي وکړي.