د شرعیاتو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو
د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او ا.ا.ا د وزراء ریاست مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس په توګه ور وپیژندل شو.
د شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس په پیژندغونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاعلي دکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او د شرعیاتو پوهنځي استادانو ګډون درلود.
د کابل پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځي له مخکیني رئیس ښاغلي پوهندوی شیر مقصود حیدري له کړنو څخه قدردانی وکړ او د پوهنځي نوي رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد ته یې د غوره خدمتونو د توفیق هیله څرګنده کړه.
په نوموړې غونډه کې د شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس وویل: د پوهنځي مخکیني رئیس او استادانو سره به پوره مرسته کوي او د شرعیاتو پوهنځي د وضعیت لا ښه والي لپاره به د اسلامي قوانینو او اصولو په رڼا کې هڅې وکړي.
د شرعیاتو پوهنځي مخکیني رئیس پوهندوی شیر مقصود حیدري ښاغلي شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد ته د ریاست مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه، چې دده سره به دپوهنځي د چارو په لاښه والي کې مرسته کوي.