په کابل پوهنتون کې د پر مختللې اکاډمیکې رهبرۍ روزنیز ورکشاپ دائر شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۶:۳۴
44

دغه ورکشاپ د روان کال سلواغې میاشتې په لسمه نېټه د پوهنتون مسلکي ودې آمریت (PDC)، لخوا جوړ شوی دی او څلور ورځې به دوام وکړي. په نوموړي ورکشاپ کې د بېلابېلا پوهنځیو رئیسان ګډون لري.

په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته به د رهبرۍ زده کړې، تضمین کیفیت، د پوهنتونونو درجه بندۍ(Ranking) ، ستراتیژیک پلان، د بحران مدیریت او د اکاډمیکې رهبرۍ اړوند نورو برخو په اړه معلومات ورکړل شي.

پورته موضوعات به د پوهنتون د استادانو لکه هر یو ښاغلي پوهنوال دکتور خال محمد احمدزي، ښاغلي پوهندوی عبدالرحمن عثماني اوښاغلي پوهنمل محمد علي سلطاني لخوا وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۵۹
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر ممتازو زدکړیالانو د علمي سیر په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ

د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو په کچه ممتازو زدکړیالانو د علمي سیر په موخه پروان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو ته سفر وکړ.

دوی په دې سفر کې د دغو ولایتونو د پوهنتونونو، تاریخي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۴۳
Background image

ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي مقالو لیکلو اړوند اته ورځنی ورکشاپ دائر شو

 د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته په دې اته ورځني تخنیکي ورکشاپ کې د مؤثر درسي بهیر وړاندې کولو، د علمي مقالو لیکلو په تخنیکونو او دغه راز ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۸:۴۵
Background image

د جنرېټیف مصنوعي ځیرکتیا درې ورځنی ورکشاپ دائر شو

 د کابل پوهنتون ریاضیاتو پوهنځي کې د  "Generative AI" درې ورځنی تخنیکی ورکشاپ  د پوهنتون مسلکي ترینرانو له لوري ترسره شو، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو پکې حضور درلود.

 د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.