د فارمسي پوهنځي په مینی لب لابراتوارونو کې د درملو د کیفیت ارزونې څلورم پړاو پای ته ورسېد

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳۵
69

د درملو د کیفیت ارزونې څلورم پړاو، چې د کابل پوهنتون او د پارتیسیپ مؤسسې د دفتر ترمنځ د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د لاسلیک شوي تفاهم لیک په رڼا کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د مینی لب لابراتوارونو کې چې د ۱۴۰۱ هـ، ش کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲مه نیټه پیل شوی وو د مرغومي میاشتې په ۱۱ مه نېټه پای ته ورسید.

پدې پړاو کې د ۱۹ قلمه درملو ارزونه وشوه چې ۳۲۵ نمونې پکې شاملې وې او دغه نمونې د مرکز او ولایتونو له ۳۴ روغتونونو څخه چې د ICRC دفتر لخوا تمویلېږي راټولې شوې وې.

پدې ارزونه کې انا لېستانو چې ټول د دې پوهنځي فارغان دي فعاله ونډه اخیستې وه.

د درملو د کیفیت ارزونې بهیر د دې پوهنځي د درملو د کیفیت د کنټرول څانګې د استادانو لخوا څارل کېده. پدې پړاو کې هم د تېرو پړاوونو په څېر د فارمسي پوهنځي د پنځم ټولګي محصلینو د مینی لب په مرسته د درملو ارزونې عملي زده کړې تر سره کړې. د ارزونې په پایله کې، 32 نمونې چې د ټولو نمونو ۱۰ سلنه جوړوي غیر معیاري پیژندل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۰
Background image

د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعالیت ترسره شو

د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ديني او اخلاقي مسؤولیتونو د لا ښه ترسراوي په موخه، د کابل پوهنتون محصلینو په رضاکارانه ډول د پوهنتون دننه د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعاليت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: