د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي د ډیزاین او څېړنې نندارتون جوړ شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۰:۵۴
156

د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت د سمینارونو، ډیزاین او څېړنې نندارتون غونډه د کابل پوهنتون د رئیس، محصلانو چارو د معاونیت سرپرست، د انجینري پوهنځي رئیس، استادانو، د ښار او کور جوړونې وزارت سلاکار ښاغلي انجینر یاسین زي او نورو مېلمنو په ګډون د پوهنتون په نوي اډیټوریم کې تر سره شوه.

پدې غونډه کې لومړی د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت آمر ښاغلي پوهنمل دکتور سراج الدین شریف زي مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د سمینارونو، کنفرانسونو او نندارتون په اهمیت یې خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې د دا ډول څېړنو او عملي کارونو څخه د ښې استفادې ترسره کولو غوښتنه وکړه.

وروسته د انجینري پوهنځي د مهندسي دیپارتمنت فارغ التحصیل محصلینو په شپږ ګروپونو کې د خپلو څېړنیزو پروژو په اړه، د معیاري کلیو د جوړولو او ډیزان چې ددوی د څېړنو اصلي هدف وو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د فارغ التحصیل محصلینو د پرزینټشنونو د ارائه څخه وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د محصلینو ددې علمي او څېړنیز کار د ترسره کولو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون موخه دغه ډول کارونه دي. نوموړي زیاته کړه چې د کابل پوهنتون رهبري د نظام د بېلابېلو څانګو او شعبو سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې ده ترڅو لدې لارې د محصلینو ظرفیتونه لوړ کړي او پدې برخه کې بعضې کارونه ترسره شوی هم دي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس د اسلامي مهندسي په اړه خبرې وکړې او د فارغ التحصیل محصلینو څخه یې وغوښتل چې پخپلو طرحو او ساختماني پروژو کې دغه مساله هم په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د پوهنتون د رئیس او نورو میلمنو  لخوا د سمینارونو د پوسټرونو او بېلابېلو تحقیقي ډیزاینونو چې د نوي اډیټوریم په صحن کې نصب شوي وو له لیدلو وروسته پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: