له ۷۰ څخه زیاتو محصلینو د MS Word کمپیوټري پروګرام زده کړه تر سره کړه
د کابل پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو څه باندې ۷۰ تنه نارینه او ښځینه محصلینو د MS Word کمپیوټري پروګرام چې د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت لخوا جوړ شوی وو زده کړه تر سره کړه چې دغه محصلینو ته د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت آمر ښاغلي نواب ګل اتلزي په شتون کې تصدیق نامې ور کړل شوې.
د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمر د دا ډول پروګرامونو جوړول د محصلینو د ظرفیت لوړولو او هڅونې په برخه کې ګټور یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکي کې به هم د نوموړې ادارې لخوا دا ډول پروګرامونه په لاره واچول شي.