په کابل پوهنتون کې د غرنی پړانګ نړیواله ورځ ولمانځل شوه
په کابل پوهنتون کې د غرنی پړانګ نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. دغه برنامه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال ساتنې پوهنځي او د WCS مؤسسې په همکارۍ دائره شوه.
د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد داوود شېرزاد مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چاپېریال په ساتنه کې د وحشي حیواناتو رول مهم وباله او د دغو حیواناتو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
پدغه غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پاليسۍ معین ډاکټر زين العابدين عابد د غرنی پړانګ په ګډون د وحشي حیواناتو د ساتنې په برخه کې د دغه ادارې هڅې وستايلې او ويې ويل چې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار کوي.
ورپسې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په ایکوسیستم کې د غرنی پړانګونو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غرنی پړانګ زموږ د هېواد له نادرو او کم پیدا حیواناتو له جملې څخه دی چې تر ډېره د بدخشان ولایت په واخان سیمه کې موندل کېږي. افغانستان له کلونو راهیسې د دغه حیوان د ساتنې هڅې کوي، خو لا هم داسې راپورونه شته چې دغه حیوان د ښکارچیانو لخوا په سیستماتیک ډول له منځه وړل کېږي.