د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس او یو شمیر استادانو د کرنې وزارت سرپرست وزیر سره غونډه تر سره کړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
۱۱

د کرنې پوهنځي رئیس او د کرنې يوهنځي یو شمیر مشرانو استادانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله‌ عمري سره د زراعتي سکتور په پرمختګ او په کې د  کرنې اړوند د اکادمیک بنسټونو رول او همکاري اړوند تفصیلی مجلس درلود.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار صفی الله جوهر څرګنده کړه چې په کرنیزو چارو کې د دوی نظرونه باید په پام کې ونیول شي او دغه راز د ترویج او څېړنې په برخه کې د خپلو اړتیاوو د برابرولو او ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکي شو.

دکرنې پوهنځی استادانو د کرنې په سکټور کې د همکارۍ په موخه خپل نظرونه د کرنې سرپرست وزیر سره شریک کړل او ورته د پاملرنې غوښتونکي شول. همداراز د محصلینو لپاره لنډ مهال کار زده کړې دورې، د لازمو وسایلو مرستې غوښتنه وکړه.

د کرنې وزارت سرپرست رئیس نوموړي پلاوي ته د هرکلي تر څنګ د هر راز همکاري وعده وکړه چې ممکنه هڅې به ترسره کوي او په دې اړه یې د ریاست الوزارء او نورو مشرانو سره بېلا بېلې طرحې شریکې کړي دي.

په پای کې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي او د کرنې وزارت تر منځ په یو هر اړخیز تفاهم لیک هوکړه وشوه چې تر اماده کولو وروسته به لاسلیک شي او په دې برخه کې به مناسب اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: