د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته جوړه شوه
د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د روان کال د سرطان په ۷ د سې شنبې په ورځ، د پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په مشرۍ، د ریاست مرستیالانو او د ناستې د غړو په ګډون جوړه شوه.
پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس د ناستې غړو ته د ښه راغلاست ویلو او پر مهمو مسایلو باندې د خبرو ترڅنګ وویل، چې د مهمو برنامو او د نویو او ګټورو کړنلارو په لاره اچول او د ځینو اکاډمیکو ، اداري کارونو او د کیفیت تضمین مسایلو ته بیا کتنې سره باید خپلې ستونزې د بریالیتوب په فرصتونو تبدیلې کړو او دا هغه ستونزې دي، چې ټولو ټولنو تجربه کړي دي.
همدارنګه دکتور عزیز د نویو ګمارل شوو استادانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره تر سره شويو کارونو باندې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ترکیې په سفر کې یې د کابل پوهنتون لپاره د تجهیزاتو ، وسایلو او امکاناتو مرستې، د استادانو لپاره تحصیلي بورسیې او د انلاین درسونو د پيل لپاره هڅې کړي دي او ترکي چارواکو هم دې مسایلو ته پاملرنه او علاقمندي وښوده.
همدارنګه د کابل پوهنتون رییس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو په وزیر محدودیتونه غیر عادلانه وبلل او تاکید یې وکړ ، چې دا کار د هیواد د لوړو زده کړو سیسټم له ستونزو سره مخ کوي.
د رهبري ناستې په پای کې له اجنډا سره سم داخلي څارنې او ارزونې د څرنګوالي په موخه د کابل پوهنتون د باور ورکونې سند د ساتنې لپاره د اړینو تیاریو او همدارنګه پدې پوهنتون کې د مراسلاتو مدیریتي سیسټم د اپلیکیشن ازمایښتي تطبیق باندې هم هر اړخیزه خبرې وشوې او د شورا غړو هر يو په خپل وار سره د پورته موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.