د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي محصلینو د QGIS ښوونیز پروګرام څخه فارغ شول
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي محصلینو د وړتیاو د لوړولو لپاره دCWSA موسسې له لوري د QGIS ښوونیز ورکشاپ د تېرو درې اونیو په لړ کې جوړ شوی وو، چې د یادو محصلینو لپاره زیات ګټور او مهم دی. دا ورکشاپ د غبرګولي په ۱۱ د چهارشنبې په ورځ، چې د ذوالقعدې له لومړی نېټې سره برابر ده پای ته ورسېده.
د چاپېریال ساتنې پوهنځي د مسوولینو په وینا د ورکشاپ موخه دا ده، چې ګډون کوونکي وکولای شي په عملي\ تطبیقي برخه کې لهGIS څخه ګټه واخلي، ګډون کوونکي د چاپېریال ساتنې د سروې په برخه کې له GIS څخه ګټه واخلي او همدارنګه ګډون کوونکي وکولای شي د ډيټا په رامنځته کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
د دې ورکشاپ ګډون کوونکي د چاپېریال ساتنې پوهنځي د څلورم ټولګي زده کونکي وو او همدارنګه د نورو ادارو ګډون کوونکو هم پدې ورکشاپ کې ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پوهنتون د چابپېریال ساتنې پوهنځي تل هڅه کړې ده تر څو د محصلینو او متخصصینو په روزنې سره ګران هیواد افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځي.