په کابل پوهنتون کې دپوهنتون او مدرسې ترمنځ د نږدېوالي غونډه جوړه شوه
محصلینو ته د پوهنتون او مدرسې ترمنځ نږدېوالی د مدرسې او پوهنتون اصلي محتوا د وړاندې کولو په موخه، د روان کال د غبرګولي په ۱۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس، د کابل پوهنتون استادانو، یو شمېر دیني عالمانو، د دیني مدرسو طالبانو او محصلینو په ګډون په کابل پوهنتون کې جوړه شوه.
پدې غونډه کې د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي، یو بل ته د دواړو برخو لازمیت او ملزومیت، د همغږي، د دې دوه برخو د درسي متونو د شریکولو او مدغمولو او نورو اړوندو مسایلو په څرنګوالي باندې خبرې وشوې او د ویناوالو له لوري د دیني او معاصرو علومو د محتوا شریکولو پر اړتیا او اهمیت، په ټولنه کې د معنویت په پياوړتیا او له دې لارې د ټولنې په متعالي والي تاکید وشو.
همدارنګه د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته پوښتنپاڼې هم وویشل شوې او د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي اړوند نظرونه وپوښتل شول.