د ترکیې " می ۱٩ " پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس د کابل پوهنتون له رییس سره ولیدل
د ترکیې د سامسون ښار د " می ۱٩ " پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس عثمان شاهین او مل پلاوي د روان کال د غبرګولي په ۷ نېټه د شنبې په ورځ، چې کابل پوهنتون ته راغلي وو د کابل پوهنتون له رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره یې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلي شاهین او مل پلاوي د افغانستان د یوه مشهور علمي بنسټ په توګه د کابل پوهنتون د اهمیت او ځانګړي ځای په اړه مثبت نظر څرګند کړ او دغه پوهنتون ته یې د راتګ او له رئیس سره په خپله لیدنه یې خوښي وښوده او د علمي او تحصیلي اړیکو په ځانګړې توګه یې د شرعیاتو او اسلامي علومو د پیاوړتیا په برخه کې خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دا ډول ليدنې د علمي او اکاډميکو اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره اغېزمنې دي او هيله لرو، چې يوه ورځ می ۱٩ پوهنتون له کابل پوهنتون سره علمي او تحصیلي همکاري ولري.
پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز هم د دې پوهنتون په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دې لوی تاریخي او علمي بنسټ لوړ ځای یې په روښانه ډول ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته تشریح کړ. دکتور عزیز وویل، چې د کابل پوهنتون او د ترکیې د پوهنتونونو ترمنځ د همکاري زمینه زیاته ده او مونږ هیله لرو، چې پدې برخه کې د افغانستان او ترکیې هیواد د پالیسیو او تګلارو په پام کې نیولو سره زیات کار وشي.