د کابل پوهنتون او پارتیسيپ موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او پارتیسیپ موسسې ترمنځ د فارمسي پوهنځي په وړو لابراتوارونو کې د درملو د کیفیت ارزونې، همدارنګه د ظرفیت لوړونې فعالیتونو وړاندې کول او د طرفینو د ګډو ګټو لپاره د نورو تخنیکي هڅو د پلې کېدلو په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د پارتیسیپ موسسې دفتر رییس داکټر سید رحیم عرب له لوري لاسلیک شو.
د کابل پوهنتون رییس د دې هوکړې د لاسلیک په غونډه کې د اسلام مبارک دین کې د روغتیا په ارزښت خبرو ترڅنګ یې د دې هوکړه لیک د عملي کېدو غوښتونکی شو او هیله یې وښوده، چې دا هوکړه لیک به د راتلونکو همکاریو د زیاتېد لپاره یو ګام شي.
همدارنګه پدې غونډه کې د پارتیسیپ موسسې رییس ډاکټر سید رحیم عرب د دې هوکړه لیک په لاسلیک خوښي وښوده او ویې ویل، چې پارتیسیپ د دې هوکړه لیک د عملي کېدو لپاره پوره تعهد لري او پدې برخه کې چې هر څه په توان کې لري وبه یې نسپموي.
د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال ډاکټر اقا محمد ژکفتر هم دا هوکړه لیک یو مثبت ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د فارمسي پوهنځی ویاړ لري، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته یې له اکاډمیکو بنسټونو موسسو او اړوندو اداره سره څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
اساسي او باکیفیته درملو ته لاسرسی د هیواد د عامې روغتیا په برخه کې بنسټیزې ستونزې دي، ولې تر اوسه د هیواد په د ننه کې د دې ستونزې په له منځه وړلو کې ډېر کم رول درلود او نوره هغه یې له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.