په کابل پوهنتون کې د افغانستان د طبي شورا ګډونکوونکو ازموینه واخیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۷/۳ - ۹:۵۵
ku

د افغانستان د طبي شورا د ګډونکو ازموینه د روان کال  تلې په ۲ د جمعې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال سید اسماعيل روحاني، د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، د کابل پوهنتون د رهبري غړي  او د افغانستان د طبي عالي شورا ادارې هئیت په ګډون په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال د دې غونډې په پیل کې د داوطلبانو لپاره د بریالیتوب ترڅنګ یې پدې ازموینه کې په روڼتیا او د عدالت په تامین تاکید وکړ. انجنیر روحاني وویل، چې د الله ج په فضل د ازموینې سیسټم داسې جوړل شوی، چې په هغه کې هېڅ ډول جعل او تقلب نفوذ نشي کولای او یواځې د داوطلبانو د بریالیتوب معیار د هغوی وړتیا او توانايي ده. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال وویل، چې د افغانستان د زورېدلې ټولنې په روغتیا کې ډاکټر مهم او بنسټیز رول لري او پدې برخه کې اسلامي امارت له ډاکټرانو سره هر ډول همکاري ته چوتو دی تر څو هغوی  وکولای شي خلکو ته روغتیايي ګټور خدمتونه وړاندې کړي.

پدې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي هم په ازموینه کې د روڼتیا څخه ډاډ ورکړ او د ګډونکوونکو لپاره یې د بریالیتوب غوښتونکي شول.

د افغانستان د طبي شورا کې د داخېلېدو (Exit Exam) په ازموینه کې ۴۸۰۰ تنو ګډون کړی وو، چې د هغوی له ډلې څخه ۱۵۰۰ تنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه وو.

د یاونې وړ ده، چې د ښځینه ګډون کوونکو ازموینه د ښوونې او روزنې په پوهنتون او د ذکورو ګډونکوونکو ازموینه د کابل او پوليتخنیکي پوهنتونونو کې واخیستل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: