په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین دویم ډوز د پلي کېدو بهیر پیل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۳:۳۸
ku

د کرونا ویروس (کوويډ-19) واکسین دویم ډوز پلي کېدو بهیر د روان کال د غبرګولي په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون استادانو، کارمندانو، امنیتي ځواکونو او خدماتي کارکوونکو ته د روغیتا وزارت د کارکوونکو له لوري پیل شو.

د کرونا واکسین دویم ډوز د کابل پوهنتون د ۵۰۰ استادانو او کارمندانو ته تطبیق شو او پدې دوره کې زیات هغه کسان واکسین شول، چې عمر یې تر پنځوسو کلونو لوړ وو او په پام کې ده، چې په نژدې راتلونکې کې تر پنځوسو کلونو د کم عمر کسان هم واکسین شي.

کابل پوهنتون تقریبآ د زرو استادانو، شپږ ویشت زرو محصلینو او اوه سوه کارمندانو او خدماتي کارکوونکي لري. په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین لومړی ډوز تقریبآ یوه میاشت مخکې پلی شوی وو او په هغه کې د کابل پوهنتون استادان، کارمندان او محصلین واکسین شول.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د کرونا ویروس درېمه څپه د پراختیا په حال کې ده او خلک باید روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او همدارنګه واکسین تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا واکسین درېمې څپې د پراختیا او د روغتیا وزارت د غوښتنو پر بنسټ د پلازمینې-کابل په ګډون د هیواد په شپاړس ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د دوه اونیو لپاره رخصت شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: