د کابل پوهنتون د شپې لیسانس دورې برنامو ارزونې کمېټې ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۵:۴۵
ku

د کابل پوهنتون د شپې لیسانس دورې برنامو ارزونې کمېټې ناسته د روان کال د غوايي په ۲۹ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د يو شمېر پوهنځیو رییسانو، د څانګو امرینو او د پوهنتون استادانو، د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین کمېټې مسوولینو په شتون کې د شپې د لسانس دورې برنامو بهیر څخه د دې کمېټې د ارزونو د پایلو د شریکولو په موخه د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون د علمي مرستیال تر ریاست لاندې د دې کمېټې غړو د خپلو ارزونو پایلې د دې ناستې ګډونوالو سره شریکې او د شپې درسونو بهیر کې د ځینو پوهنځيو د اغېزناکو کړنو تر سره کولو ترڅنګ ویل: اوس هم لیدل کیږي، چې د شپې لسانس دورې د ځینو برنامو د تحصیلي نصاب په برخه کې د کرېډټ سیسټم د پلي کېدو څرنګوالی او د ورځنیو برنامو سره د هغو نه مطابقت، د برنامو د زماني مدت زیاتوالی تر لس سمسټرونو پورې او د ورځینو برنامو سره د هغوی نه سمون، له دې برنامو څخه د کیفیت تضمین کمېټې څار بهیر  او ... له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د هغوی د غوره والي او غوښتنو او معیارونو، جدي او بنسټیزې بیا کتنې او اصلاحاتو ته جدي اړتیا لري. همدارنګه د دې کمېټې غړو د پوهنتون د رهبري په شتون کې وړاندیز وکړ، چې باید له دې برنامې څخه د داخلي تضمین کمېټې څار جدي شي، وخت یې اته سمسټرونو ته کم او معیاري شي، له دې برنامو څخه د پوهنځیو مسوولین له لوري هفته وار جدي څار تر سره شي او د اړتیا پر مهال په ځینو اړوندو پوهنځیو کې په ورته وخت له هغو سره د ماسټري برنامې هم لري، لغوه شي.

دا وړاندیز د کابل پوهنتون رهبري له لوري تائید او د وروستیو اجرااتو په موخه اړوندو برخو ته لارښوونه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: