په کابل پوهنتون کې «د کمال خان بند د پرانیستې په تړاو د افغانستان د اوبو سرچینو مطالعه او مدیریت» درېم علمي کنفرانس جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۵:۴۱
ku

د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د کابل پوهنتون د کنفرانسونو په لړ کې د افغانستان د اوبو سرچینو مطالعه او مدیریت درېم کنفرانس، چې کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت له لوري د دې پوهنتون د رییس او رهبري هیئت، استادانو، محصلینو او رسنیو استازو په ګډون جوړ شوی وو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې کنفرانس په پرانیسته کې، چې د روان کال د وري په ۱۱ نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړ شوې وو، په پیل کې یې د دې کنفرانس له جوړوونکو او ګډونکوونکو په ګډون خوښي وښوده او د اوبو په اهمیت، طبیعي سرچینو او د هیواد د اوبو سرچینو مدیریت باندې یې خبرې وکړې. پوهاند بابري د کابل پوهنتون له استادانو څخه مننه وکړه، چې په مختلفو برخو کې یې د کمال خان بند له جوړېدو او پرانیستې څخه په غوره توګه ملاتړ کړی او د هغه اهمیت ارزونې او په هغه پورې اړوندو مثبتو اړخونو کې اغېزمن رول لوبولی او برخه اخیستې.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی نجیب اقا فهیم «معاهده آب هلمند از امضا تا اجرا»، د انجنیري پوهنځي استاد پوهنوال عبدالقیوم کریم «بررسی چالش‌های مدیریت آب‌های افغانستان و ارتباط آن با ایجاد بند کمال‌خان»، د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس پوهندوی محمد داوود شېرزاد «د چاپیریال له نظره د کمال‌خان بند ارزښت» د فلسفې او ټولنپېژندنې څانګې محصل ښاغلي روزبه اماني «تاثیر ایجاد بند کمال خان بر رشد و توسعه فرهنگی» او د کابل پوهنتون د اقتصاد څانګې محصل ښاغلي شریف الله کریمي «د اوبو دیپلوماسي او اقتصادي اغیز» د دې غونډې نور ویناوال وو، چې هر یو په خپل وار سره د اوبو سرچینو په ځانګړې توګه د کمال خان بند اړوند ټاکلو موضوعاتو ګټورې خبرې او بحث وکړ.

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ دا درېم علمي کنفرانس دی، چې د کابل پوهنتون رهبري او استادانو له لوري جوړیږي، چې له دې څخه په ګټې اخیستنې د اوبو سرچینو پورې اړوند مهمو مسایلو په څانګړې توګه د کمال خان بند اقتصادي، ټولنییز او سیاسي اهمیت او د هغه سیاسي او حقوقي اړخونه تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول او ګټور او ارزښتناکه معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: