د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال د تاشکند دولتي پوهنتون په کوربتوب د علي شیر نوايي په نړۍ وال کنفرانس کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۴:۲۱
ku

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د تاشکند دولتي پوهنتون له لوري د علي شیرنوايي په نړۍ کنفرانس کې، چې په انلاین ډول جوړ شوی وو، د نړۍ د مختلفو ۶۰ پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو استازو پکې ګډون کړی وو.

پوهاند شریفي د دې کنفرانس په پرانیسته کې د کابل پوهنتون په استازیتوب د تاشکند د دولتي پوهنتون رییسې مېرمن ګل چهره رخسویوه، د ازبکستان د لوړو او منځنیو زده کړو وزیر عبدالقادر تولشکولوف او د علي شیرنوايي نړۍ وال کنفرانس نورو ګډونوالو څخه یې مننه وکړه او د دې کنفرانس په جوړولو یې خوښي وښوده.

پوهاند شریفي په خپلو خبرو کې وویل: د نړۍ د معنویت لوی شخصیت، وزیر، سلاکار او د حسین بایقرا ملګري، دوه ژبي شاعر، ټولنیز منتقد، ژباړن، تاریخ لیکوونکي، سیاستمدار او په خراسان او ماورالنهر او په نورو برخو کې د زیاتو خیره بنسټونو بنسټګر امیر علي شیر نوايي څخه پنځه سوه اتیا کاله تیریږي ولې تر اوسه پورې یې د ازبکي او فارسي ژبې شعرونه یې د افغانستان د ژبو په کتابونو کې لیدل کیږي. د نوايي ادبي فعالیتونه یواځې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې او هم د ازبکي ژبې په غني کېدو کې زیات مهم شمېرل کیږي. د افغانستان زیات شاعران د نوايي د شعرونو د سبک، ژبې، وزن او قافیې تر تاثیر لاندې راغلي او هغه یې په دوه ژبو شاعران کې تعقیب کړی دی.

زیات شاعران يواځې په افغانستان کې نه بلکې په ازبکستان، ایران، ترکمستان، ترکیې او اذربایجان کې یې هم د نوموړي له الهام ورکوونکو اثارو او فلسفي لیدلورو څخه یې په هنري او غوره کمال سره ګټه پورته کړي. نوموړی د خپلو شعرونو او سیاسي تفکر سره په یو لوی مدني شخصیت باندې بدل او د افغانستان په تاریخ کې یې لوړ ځای درلود.

پوهاند شریفي د افغانستان د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني وینا، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د نوايي ۵۷۵ کلنۍ په ویاړ، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ- ارګ کې د جوړ شوي نړۍ وال سمپوزیم کې کړې وه، د تکرار په ډول وايي: "امیر شیرعلي نوايي په معاصر تاریخ کې په ترکي او ازبکي ژبه کې لکه د خوشحال خان موقف درلود او لکه څرنګه، چې په پښتو ادبیاتو خوشحال خان د عطف ټکی وو/ دی، همدارنګه په ترکي- ازبکي ادبیاتو کې شیر نوايي د عطف ټکی او د یوې نوې دورې پیل دی".

پوهاند شریفي وویل، د لوی علمي او کلتوري شخصیت مقام او منزلت څخه یادونه د یو هیواد د لوی تمدن او شانداره جشن بیان دی، دا مونږ خپل تېر تمدن او لویو فرهنګي پایو سره نښلوي او زمونږ د تاریخ له دورو څخه الهام اخلي. زه د تاشکند دولتي پوهنتون ته د دې سمپوزیوم د جوړېدو مبارکي وایم. ای کاش د کرونا ساري ویروس نه وای تر څو مو دا شېبې له خپلو ورونو سره په تاشکند کې لمانځلې وې.

پوهاند شریفي په پای کې د تاشکند دولتي پوهنتون مسوولانو ته وړاندیز وکړ، چې کابل پوهنتون د امیر علي شیرنوايي په نوم یوه ګډه تحصیلي برنامې جوړېدو لپاره امادګي درلوده او د هغې د جوړېدو مینه وال دي او د دې کنفرانس ګډون کوونکو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

دا دوه ورځينۍ کنفرانس د ۲۰۲۱ کال د فبروري له ۵ تر ۶ نېټې پورې د دوه ورځو لپاره د نړۍ د ۱۵ هیوادونو څخه د ۶۰ پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو د ۱۳۰ وینالوالو په ګډون د تاشکند دولتي پوهنتون په کوربتوب جوړ شوی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: