کلتوري(فرهنګي) شورا

د علمي او کلتوري غونډو د جوړېدا، د علمي و څېړنیزو سمینارونو او علمي- څېړنیزو بحثونو د اړتیا په زیاتېدا سره پر ۱۳۹۵هـ ل کال د کابل پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې د کابل پوهنتون کلتوري شورا رامنځته شوه، چې د کابل پوهنتون ټول پوهنځي پکې کاري ونډه لري، په تېره د علمي او محفلونو او مجلسونو د جوړونې له لارې.

د کلتوري شورا رییس د درېو کالو لپاره د شورا د غړیو د پټو رایو له لارې غوره کېږي. نوموړې شورا یو مرستیال، د دارالانشاء مسوول او د علمي، شعر او داستان، مالی، ارتباطاتو، هنر او سپورت په نامه شپږ کمېسیونونه لري.

کلتوري شورا د تخصصپالنې د اصل په پامنیوي د کابل پوهنتون اړوند سمنیارونو او غونډو د جوړېد مسوولیت لري.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم