کابل پوهنتون کې په طبي شورا کې د ګډون آزموینه واخیستل شوه
د افغانستان طبي شورا ته د ګډونوالو د ګډون (Exit Exam) آزموینه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۹ نیټه د شنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د آزموینې ملي ادارې لخوا واخیستل شوه، د معالجوي طب او ستوماتولوژي څانګو فارغ محصلین په یاده آزموینه کې برخه اخیستې وه، په نوموړې آزموینه کې له ټول هیواد څخه له ( ۷۰۰۰) زیات شمیر کسانو ګډون کړی وو.
په یاده آزموینه کې د بریالیتوب کچه ۶۰ سلنه ښوودل شوې، بریالي کسان به له بریالیتوب وروسته وکړای شي، حتی د تخصص تر کچې آزموینه کې برخه واخلي.
د آزموینې ملي ادارې مسؤلینو ګډونوالو ته د یادې آزموینې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ او دوی ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.