کابل پوهنتون محصلینو لپاره د نورم او سټنډرډ په اړه پنځه ورځنی معلوماتي سمینار دایرشو
نوموړی سمینار د نورم او سټنډرډ ملي ادارې کارپوهانو لخوا د محصلینو لپاره د نورم او سټنډرډ په آړه د عامه پوهاوي کچې لوړلو، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د کړنو څرنګوالي، د هېواد په پرمختګ کې د سټنډرډ کلتور رواجولو رول په اړه جوړ شوی دی.
د یاد سمینار په پیل کې چې د اقتصاد پوهنځي محصلینو لپاره جوړ شوی وو؛ د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ارزښت او د محصلینو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې؛ یاد سمینار یې د محصلینو عملي مهارتونو په لوړولو کې مهم وباله.
وروسته د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري خپل سمینار وړاندې کړ او په پای کې یې د محصلینو پوښتنې یې هم ځواب کړې.
دیادونې وړ ده؛ چې نوموړی سمینیار د نورم او سټنډرډ ملي ادارې لخوا د کابل پوهنتون د محصلانو خدماتو انسجام آمریت په همغږی جوړ شوی او یوه اوونۍ به دوام وکړي؛ په نوموړي سیمنار کې به د اقتصاد، ځمکپوهنې، انجینري، فارمسي، کرنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو محصلین د نورم او سټنډرډ په اړه معلومات ترلاسه کړي.