کابل پوهنتون له دوو قزاقستاني پوهنتونونو سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره هوډلیک لاسلیک کړ
کابل پوهنتون د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون (KazNARU) او د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون (KazNUWMI) سره د علمي، څېړنیزو او نوښتګرو همکاریو د پراختیا په موخه هوډلیک (Letter of Intent) لاسلیک کړ.
د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي شیخ ضیاءالرحمن مدني، د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د قزاقستان د لوړو زده کړو او ساینس وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال ښاغلي میربیک ازباسار، د KazNUWMI پوهنتون رئيس ښاغلې دکتور کامشات توسوپووا، دKazNARU پوهنتون د بهرنیو اړیکو مرستیال ښاغلي دکتور رافیس آبازو، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو یو شمېر رئيسانو ګډون درلود.
د دغه هوډلیک موخه د درې واړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ګډې لېوالتیا او هوډ څرګندول او د راتلونکي هراړخیز رسمي تفاهملیک (MoU) د لاسلیک لپاره د همکاریو د چوکاټ رامنځته کول دي.
د هوډلیک له مخې به درې واړه پوهنتونونه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبولګولو او پایدارې کرنې په برخه کې د ګډ ښوونیز، څېړنیز او نوښت مرکز د ایجاد لپاره له خپلو اصولو سره سم ګډ کار وکړي ترڅو په سیمه کې د اوبو او کرنې اړوند ننګونو ته علمي او نوښتګرې حللارې وړاندې شي.
د مراسمو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د قزاقستان د لوړو زده کړو او ساینس وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال او نورو ویناوالو د لوړو زده کړو، علمي څېړنو، نوښت او نړیوالو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او قزاقستان د پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله.
د دې هوډلیک لاسلیک د کابل پوهنتون او یادو قزاقستاني پوهنتونونو ترمنځ د اوږدمهالو علمي او څېړنیزو همکاریو لپاره اساس برابروي او تمه کېږي چې په راتلونکې کې به د یوه هراړخیز تفاهملیک د لاسلیک او ګډو پروژو د پلي کېدو لامل شي.
