کابل ته په بریالي توګه د مجاهدینو د داخلېدو دوهم کال په تړاو غونډه ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۱:۳۷
154

د زمري ۲۴ مه نېټه کابل ښار ته په بریالي توګه د مجاهدینو دداخلېدو او بهرنیو قواوو د ماتې دوهم کال د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ، د مرکزي او کابل پوهنتون رهبریو، استادانو او محصلینو په ګډون و نمانځل شوه.

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ ندا محمد ندیم د خپلو خبرو په لړ کې د نظام رهبرۍ او لوړ پوړو چارو واکو ته د یادې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او هغه یې د هېواد په تاریخ کې سرلوړې او عزتمنده ورځ یاده کړه، نوموړي زیاته کړه، چې الله ج په دې ورځ د افغانستان خلکو ته لوی نعمت ورپه برخه کړ، چې دهغه باید قدر دانی وشي؛ د لوړو زده کړو سرپرست له استادانو او محصلینو وغوښتل؛ ترڅو په پوره هڅه د اسلامي نظام د ساتنې او بقاء لپاره هڅې وکړي.

دلوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه یاده ورځ د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او ویاړ ډکه وبلله او زیاته یې کړه؛ چې نوموړې بریا په حقیقت کې د ټولو مسلمه امت بریا ده.

همدارنګه د لوړو وزارت محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر احمد د زمري ۲۴ مه لویه بریا یاده کړه او ټینګار یې وکړ؛ چې د یادې بریا ساتنه هغه وخت شونې ده؛ چې موږ د علم او پوهې په میدان کې پرمختګ او آزادي ولرو او له خپلو علمي کادرونو او محصلینو څخه ملاتړ وکړو.

د کابل پوهنتون استاد ښاغلي روضت الله مجید، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد ښاغلي عبدالقدوس مظهري او د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد ښاغلي عبدالکریم افغان هر یوه د هېوادپه تاریخ کې دیادې ورځې د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې په یاده غونډه کې د کابل پوهنتون هنرونو پوهنځي محصلینو لخوا بیلابیلې ترانې، دتیاتر ښوودنه، مستند فلم، تمثیلي پارچه، د عکسونو نندارتون او ګرافیکي هنرونه وړاندې شول؛ چې د مېلمنو او ګډونوالو د پاملرنې او ستاینې وړ و ګرځېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: