پېژندنه

وږمه علمي-څېړنيز ژورنال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې علمي او څېړنيز ژورنال دی، چې په ۱۳۳۶ کال کې يې د «وږمه مجله» په نامه د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د استادانو له خوا په پښتو ژبه په خپرونو پيل وکړ. د دې ژورنال لومړنۍ ګڼه د ۱۳۳۶ د تلې په مياشت کې د ښاغلي پوهاند دوکتور محمدرحيم الهام په مسوول مدېريت له چاپه راووتله. په وږمه مجله کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي پر استادانو سربېره د افغانستان او نړۍ د وتليو څېړونکو علمي مقالې، ژباړې او ادبي او فرهنګي علمي څېړنيز مطالب پر پښتو سربېره په انګلېسي، فرانسوي او الماني ژبو هم خپاره شوي دي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې استادانو په ۱۳۹۸ کال کې دغه ژورنال يو ځل بيا فعاله کړ چې د دې دورې نوې ګڼې يې هم له همدې کال راپه‌دېخوا په پرله‌پسې ډول خپرېږي. په ۱۴۰۲لمريز کال کې وږمه علمي-څېړنيز ژورنال دويم ځل د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنو محترم رياست څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړ.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: