پېژندنه

 کیفیت تضمین د هر تحصیلي نهاد یو بنسټیز مسؤلیت دی. پردې اساس د کابل پوهنتون، د علمي چارو معاونیت او د کیفیت د لوړېدو آمریت تل په دې هڅه کې دی چې د زده کړو کیفیت په دې تحصیلي اداره کې لوړ شي او کابل پوهنتون خپل اصلي ځای تر لاسه کړي.د هر تحصیلي او علمي نهاد پرمختګ په تضمین کیفیت پورې اړوند دی. په دې خاطرد کابل پوهنتون د کیفیت تضمین آمریت د کابل پوهنتون پينځه کلن ستراتيژيک پلان ترتیب کړئ تر څو خپلو ځانګړو موخو ته په اسانه او ساده توګه ورسیږي. د کیفت د تضمین امریت ستراتیژیک پلان د ۱۳۹۸ تر۱۴۰۲ کلونو د پلان تطبیق دی چې په شپږو لویو برخو کې لکه د محصلانو د ظرفیت جوړونې، د استادانو د ظرفیت لوړول، د تحصیلی نصاب نویوالی، د کابل پوهنتون په سطحه د کلني نظارت تطبیق او د علمي پروګرامونو دوره یي بیا کتنه، معلوماتي تکنالوژي او د کارکونکو د ظرفیت لوړول دي، ترتیب شوی دی.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم