په کابل کې د (UNHCR ) دفتر مرستیال د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه
د روان کال لړم میاشتې په ۱۸مه نېټه د چهارشنبې ورځ د (UNHCR ) دفتر مرستیال داکتر یومیکو تاکاشیما د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د پوهنتون په ریاست کې لیدنه وکړه.
پدغه لیدنه کې چې د پوهنتون مرستیالانو هم ګډون درلود، د (UNHCR) دفتر په مرسته د (DAFI) پروژې لخوا د بېرته راستنېدونکو محصلینو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د نورو مؤسسو د مرستو راجلبول او د (UNHCR ) دفتر سره د همکارۍ د هوکړه لیک په پراختیا خبرې وشوې، چې له دواړو لورو د اړیکو پر دوام ټینګار وشو.
همدارنګه په کابل کې د (UNHCR) دفتر مرستیال له هغه محصلینو سره چې د (DAFI) پروژې لخوا یې ملاتړ کېږي لیدنه وکړه او ۱۸ قلمه مواد چې قرطاسیه، پرینتر، پروژکتور او نور جنسونه پکې شامل وو له پوهنتون سره مرسته وکړه.