په کابل پوهنتون کې د ښځو او نجونو د زورونې د مخنیوي په اړه خبرې او بحث وشو
د ښځو او نجونو د زورونې د مخنیوي په اړه بحث د کابل پوهنتون په همکاري د افغانستان د مدني ټولنې له لوري د روان د وري په ۸ نېټه د دې پوهنتون په عمومي تالار کې جوړ شو. پدې بحث د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، استادانو، محصلینو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو ګډون کړی وو.
دا بحث په دوه برخو ویشل شوی وو، په لومړۍ برخه کې یې ویناوالو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عواملو ریښې او د مخنیوي لارې بیان کړې او په دوهمه برخه کې ګډون کوونکو د دې ستونزې د جړلو موندلو په هکله د پوښتنو په تړاو ځوابونه د برنامې له میلمنو سره شریک کړل.
د دې محفل په پیل کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې میلمنو ته وویل، چې علمي او اکاډمیک بنسټونه په ځانګړې توګه د هیواد پوهنتونونه د دې ډول بحثونو لپاره اصلي او بنسټیز ځای دی. د کابل پوهنتون علمي مرستیال زیاته کړه، چې د ښځو حقونو تر پښو لاندې کول، له هغوی سره تاوتریخوالی زمونږ په ټولنه کې بنسټیزو ستونزو او ننګونو څخه شمېرل کیږي او دا مسوولیت د اکاډمیکو او څېړنیزو بنسټونو دی، چې د دې ډول غونډو په جوړېډو سره دې ستونزو ته علمي او منطقي حل لارې پیدا کړي.
د ګډونو کوونکو په وینا دا ډول علمي ناستې د ښځو او نجو د زیاتې پوهې سبب کیږي او د ټولنې په هره برخه کې د هغوی رول او شتون زیاتوي. فیصل امین زیاته کړه، چې په اکاډمیکو بنسټونو کې د ښځو او نجونو د زورونې د مخنیوي پالیسي شته او په تېرو شلو کلونو کې د ا. ا. د په مختلفو برخو په ځانګړې ډول د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو کې زیات کار شوی دی، ولې د ښځو او نجونو څخه د زیات ملاتړ او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کمېدو لپاره زیات کار او هڅو ته اړتیا ده.
ایوب شهریال د افغانستان د مدني ټولنې مسوول او د دې بحث جوړوونکي د دې بحث په لومړی برخه کې خبرې وکړې او د افغانستان د مدني ټولنې موندنې یې له ګډون کوونکو سره شریکي کړې. ښاغلي شهریار په خپلو خبرو کې وویل: په هیواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی یوه جدي ننګونه ده او د دوی څېړنې ښيي، چې هم په دولتي او هم په غیر دولتي کاري چاپېریال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی وجود لري. د افغانستان د مدني ټولنې مسوول زیاته کړه، چې د دوی د څېړنې موندنو پر بنسټ د ښځو او نجونو پروړاندې تاوریخوالي ډول- ډول پایلې لرلې او په ځینو برخو کې یې ښوونځي او کار ته د ښځو او نجنو مخنیوي سبب شوی دی.
د برنامې په دوهمه برخه کې، چې د «پنل» په شکل جوړه شوې وه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رییس پوهنمل جمال الدین صابري، د ژورنالیزم پوهنځي استاد پوهاند عزیز احمد فانوس، د ښځو چارو وزارت د حقوقي چارو رییسې مېرمن ګل رخ بدخشي، د اروا پوهنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد ناصر حبیبي او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل فرید احمد هر یو د ښځو نجونو د ازار او جنسي زورنې په هکله خبرې وکړې. دوی په خپلو نظریاتو او لیدلورو کې تاکید وکړ، چې په هر هیواد او ټولنه کې تاوتریخوالی او بدچلند شتون لري او پرمختللي هیوادونه او ټولنې هم له دې امر څخه مستثنی ندي. د دې استادانو او کارپوهانو، د ښځو حقونو د سرغړوونکو او ناقضینو پر وړاندې د هیواد د قوانینو موقف نیونه او چلند جدي دی، ولې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د قانون د نه حاکمیت او د هغه د پلي کېدو سلیقه ده.
د ښځو او نجونو د زورونې د بحث په پای کې زیات شمېر محصلینو او ګډونکوونکو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه له میلمنو څخه پوښتنې وکړې او د غونډې میلمنو ورته ځواب ووایه.