په کابل پوهنتون کې د طبی شوری (Exit Exam) آزموینه واخیستل شوه
د کابل طبی پوهنتون عامه روغتیا ماسټرۍ برنامې او طبی شورا ګډونوالو څخه د(Exit Exam) آزموینه د روان کال وږي میاشتې په ۱۰نېټه د آزموینې ملي ادارې لخوا په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.
دطبي شورا په یاده آزموینه کې د ګډونوالو شمېر له ۳ زرو او د کابل طبی پوهنتون ماسترۍ برنامه کې په آزموینه کې له ۵ سوو څخه زیاتو ګډونوالو برخه اخیستې وه. د طبي شوری آزموینې د کامیابۍ معیار ۶۰ سلنه ښوودل شوې ده.
د آزموینې ملي ادارې رئیس ښاغلي محترم شیخ عبدالباقي حقاني د یادې آزموینې د ړونتیا ډاډ ورکوي او ګډونوالو ته د بریا هیله څرګندوي؛ نوموړي زیاه کړه؛ چې افغانستان د طبابت په برخه کې وروسته پاتې دی او په دې برخه کې باید زیاتې هڅې ترسره شي.
د لوړو زده کړو وزارت معین ښاغلي مولوي محمدحامد حسیب ، د طبي شورا رئیس ښاغلي ډاکټر ګل محمدعثماني، د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي ګډونوالو ته د یادې آزموینې د اهمیت تر څنګ هغوی ته د بریا هیله څرګنده کړه.