په کابل پوهنتون کې د شاګرد محوره زده کړو او د مثبت پایلو لرونکي تدریس په اړه ورکشاپ دائر شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۴:۳۶
27

د روان کال مرغومي میاشتې په ۱۹مه نیټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو د ۲۰ تنو ځوانو استادانو لپاره د شاګرد محوره زده کړو او د مثبت پابلو لرونکي تدریس OBE-SCL)) په اړه ورکشاپ دائر شو. دا ورکشاپ د مسلکي پراختیا مرکز PDC)) لخوا جوړ شوی و.

د دې پروګرام موخه د فعاله تدریسي مېتودونو او ارزونې په برخه کې د ځوانواستادانو ظرفیت او مهارتونو ته وده ورکول دي ترڅو دوی وکولی شي محصلینو ته د با کیفیته درسونو چمتو کولو او وړاندې کولو کې ترېنه استفاده وکړي.

پدې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي ګډون کړی وو او له استادانو یې وغوښتل چې پدې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي. د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به د جدي میاشتې تر ۲۹مې نیټې پورې د ۱۰ ورځو لپاره دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو