په کابل پوهنتون کې د ( زه او چینایي ژبه) تر عنوان لاندې د وینا سیالي ترسره شوه.

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۶:۳۹
154

د روان کال تلې میاشتې په ۵مه نېټه  د چهار شنبې په ورځ د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي چینایي څانګې کنفوسیوس انستیتوت نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت په کابل پوهنتون کې د ( زه او چینایي ژبه ) تر عنوان لاندې د وینا سیالي ترسره شوه.

لومړی غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه، وروسته ښاغلي استاد پوهنیار حمید غلامي د برنامې د پيژندنې، د چینایي ژبې په زده کړه کې د نوموړې  سیالۍ د اغېز په هکله خبروې وکړې.

وروسته د کابل پوهنتون محصلانو چار مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د ژبې د زدکړې پر اهمیت خبرې وکړې او محصلینو یې دې برخې ته وهڅول.

همدارنګه کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال دکتور ګل محمد باسل د محصلینو د هڅونې ترڅنګ یې له محصلینو و غوښتل؛ ترڅو چې د چینایي ژبې په زده کړه کې هڅې وکړي.

د سیالۍ په لومړي پړاو کې نوموړې سیالي په پنځو مرکزونو کې د چینایي ژبې څانګې ترڅنګ، د ننګرهار پوهنتون بهرنیو ژبو زده کړو برخې، د معرفت خصوصی ښوونځي د بهرنیو ژبو زده کړو برخې، د کابل ښوونیزو مرکزونو ـــ پکن او شرق کې ترسره شوه، چې له یادو مرکزونو څخه ۱۷ تنه ممتازو محصلینو او شاګردانو وروستي پړاو ته لاره و موندله.

ددې غونډې په پای کې د ۱۷ تنه غوره مقام ګټونکي محصلین په جایزو او تقدیرنامو وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: