په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت ارزونې پروسې پیل
په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت ارزونې پروسه د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او عتبار ورکولو ریاست هیئت لخوا پیل شوې او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړي هیئت په کابل پوهنتون کې د پوهنتون رهبرۍ غونډې ترسره کړه او د خپل کار څرنګوالی په اړه وضاحت ورکړ، پدې غونډه کې د کابل پوهنتون پوهنځیو رئیسانو هم برخه اخیستې وه.
د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز راغلي هیئت ته ښه رغلاست ترڅنګ د لوړو زده کړو د ارزښت او د کیفیت لوړو په اړتیا خبرې وکړې او د پوهنځي رئیسانو څخه یې و غوښتل، چې له هغوی سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس ښاغلي شاکر وحیدي په دې غونډه کې وویل:(( د پوهنتونو د تضمین کیفیت ارزونې پروسه د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.))