په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نصاب ښوونیزه برنامه دائره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۴:۵۱
11

د روان کال د لړم میاشتې په ۹ نیټه د مسلکي انکشاف آمریت (PDC) د پخوا په شان د استادانو د علمي وړتیا لوړولو په خاطر د تحصیلي نصاب د پراختیا په برخه کې (د لوړو زده کړو وزارت لخوا د منل شوي تحصیلي نصاب بیا کتنه او پراختیا ورکول) تر سرلیک لاندې ښوونیزه برنامه دائره شوه.

په دغه برنامه کې هغه استادانو برخه اخیستې وه، چې د تحصیلي نصاب د پراختیا او بیا کتنې کمیټې او پوهنځیو سره یې مرسته کړې وه.

د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلی پوهاند محمد شفیع شریفي په یاده برنامه کې د ګډون ترڅنګ د موضوع اړوند خبرې وکړې د مخکني، اوسني او راتلونکي تحصیلي نصاب په جوړښت، انکشاف، د ټولنې اړتیاوو، کاري فرصتونو او د ټکنالوژۍ د پرمختګ په اړه یې خپل تهیه کړی پریزینټشن وړاندې کړ، ښاغلي شریفي هیله وکړه چې یاد ورکشاپ به ښې پایلې ولري.

همدارنګه د استادانو د مسلکي انکشاف (PDC) آمر ښاغلي پوهنوال دکتور فرید احمد طنین په یاده برنامه کې د علمي مرستیال او استادانو له ګډون څخه مننه وکړه نوموړی ورکشاپ یې د غوره تحصیلي نصاب لپاره اغیزمن یاد کړ.

دکتور طنین هم د پوهنتون لپاره د معیاري نصاب د برابرولو په اړه خپل پریزیڼټشن له ګډونوالو سره شریک کړ.

په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو او استادانو د یادې موضوع په اړه خپلې طرحې، وړاندیزونه او نظریات شریک او له مسئولینو څخه یې ورته د پام کولو غوښتنه وکړه.

له دې ټولو سره سره به په راتلونکي کې د پوهنتون په مهمو او اساسي موضوعاتو دې ته ورته نور ورکشاپونه او سیمینارونه  هم دائر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شو

د کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د مسلکي ټرینرانو له لوري ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنیزو څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: