په کابل پوهنتون کې د بشرپالنې نړيوال قانون په اړه درې ورځینۍ ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۵:۲۷
pic1

د بشرپالنې نړيوال قانون په اړه دری ورځینۍ ورکشاپ په کابل پوهنتون کې د جینوا کال مؤسسې له لوري د بشرپالنې نړيوال قانون په اړه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ظرفیت او وړتیا لوړولو په موخه جوړشو.

د دې برنامې په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د پوهنتون مرستیالانو، دلوړو زده کړو وزارت استازو، د جینوا کال مؤسسې مسؤلینو او استادانو ګډون درلود.

ښاغلي دکتور اسامه عزیز په دې برنامه کې خبرې وکړې او د جینوا کال مؤسسې له مسؤلینو څخه یې د دې برنامې د جوړېدو په هکله مننه وکړه او دا یې د بشرپالنې نړيوال قانون په اړه د استادانو د ظرفیت او وړتیاوو د لوړاوي په برخه کې ګټور یاد کړ.

همداراز دکتور عزیز ټینګار وکړ، چې په دې ورکشاپ کې به د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د ۲۰ کلن جهاد پر مهال د بشرپالنې نړيوال قانون د پلي کولو د څرنګوالي او د دغو ځواکونو له لوري د بشرپالنې قوانینو نقض په اړه د مسلکي بحثونو ترڅنګ په دې مسله د جزايي تدابیرو په اړه څېړنه وشي.

د کابل پوهنتون رئیس په وروستیو ۲۰ کالو کې حاکم وضعیت ته په اشارې وویل، چې د افغانستان د خلکو وسله وال جهاد په داسې ډول دوام درلود، چې د دې مبارزې طبعیت یې غوښټنه کوله.

نوموړي تاکید وکړ، چې فدايي عملیات او یا د خلکو او مجاهدینو ترمنځ اختلاط دا ټولې هغه طریقې وي، چې په تېر ۲۰ کلن جهاد کې ورڅخه ګټه پورته کېده.

دکتور اسامه عزیز د دې ورکشاپ له ګډونوالو څخه وپوښتل، که دوی فکر کوي، چې د اشغالګرو پروړاندې له یادو طریقو نه کار اخیستل د بشرپالنې نړیوال قانون په معیار برابر نه وو، نو د هغه حاکم وضعیت ته په کتو باید له کومې لارې څخه ګټه پورته شوې وه؟ له بل لوري په دې سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسیو تنظیم رئیس نظر محمدعرفان هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په اسلام کې د بشرپالنې نړيوالو قوانینو په رعایتولو زیات ټینګارشوی دی.

همدارنګه په افغانستان کې د جینوا کال د دفتر مشرې فریانه فدايي او د جینوا کال د قانون د څانګې مشرې او د جینوا کال د اکاډمي پروفیسورې ډاکټر سندرا کراهینمن ددې پروګرام موخه د بشرپالنې نړیوالو قوانینو په ا ړه په جګړه کې د ښکېلو هیوادونو او د ملکي وګړو څخه د ساتنې پیاوړتیا په هکله د پوهاوي لوړول بیان کړل او تاکید یې وکړ، چې دا اداره یوه بې طرفه اداره ده او په ۱۶ هیوادونو کې فعاليت کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سمینار به درې ورځې دوام ولري او په دې کې د کابل، ننګرهار، غزني اوالبیروني پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو استادان ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو