په کابل پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو یا (HELMS) برنامه پیل شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۳
32154

په دې برنامه کې چې د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي، له هر پوهنځي څخه یو تن استاد او د پوهنځيو تدریسي مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دې برنامه کې د کابل پوهنتون دوه استادانو هر یو پوهنیار ننګیالی ننګیال او سیدکاظم هاشمي د الکترونیکي زده کړو یا (HELMS) څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ددې سیستم مهم جزیات یې هغوی ته تشریح کړل.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت د برنامې په پیل کې د ګډون ترڅنګ د آنلاین زده کړو ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ټولو استادانو او تدریسي مدیرانو څخه یې غوښتنه وکړه؛ ترڅو په دې برنامه کې په منظمه توګه برخه واخلي.

په پام کې ده، د برنامې له پای ته رسېدو وروسته ګډونوال استادان او تدریسي مدیران په خپلو پوهنځیو کې د نورو استادانو او کارکوونکو لپاره نوموړې برنامه ترسره او نوموړی سیستم هغوی ته وروپیژني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال لومړۍ ګڼه خپره او پر لیکه شوه.

په دې ګڼه کې (۱۲) علمي- څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې په کې د انجنیري، کمپیوتر ساینس، زراعت،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: