په کابل پوهنتون کې د ارزانه او زلزلې پر وړاندې د محکمو کورونو د برابرولو په اړه بحث تر سره شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۱۰
pic13

دغه بحث چې د انجینري پوهنځي لخوا څخه جوړ شوی وو، د کابل پوهنتون رئيس دکتور اسامه عزيز په پوهنتون کې د دغه محفل په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې یاده موضوع د هېواد يوه اړتيا ده او د استادانو څخه هيله لرو چې د هیواد د ستونزو د هواري لپاره طرحې جوړې کړي او د انجینرۍ پوهنځي دغه کار یې د ستایلو وړ وبللو.

دکتور عزیز زیاته کړه چې هېواد تل له طبیعي پېښو سره لاس او ګریوان دی او باید داسې پلانونه وړاندې شي چې پر بنسټ یې په ښارونو، کلیو او بانډو کې داسې کورونه او ودانۍ جوړې شي چې لګښت یې کم او د طبیعي پېښو پر وړاندې یې مقاومت زیات وي او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو سره سم، مخکې او وروسته دا ډول پروګرامونه زیات او پایلې یې د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکې شي.

همدارنګه پدغه محفل کې د پوهنتون دریو تنو استادانو هر یو پوهاند امین الله محمود، پوهاند جهانګیر بختیاري او پوهاند شمس یزداني د زلزلې د لاملونو، د ځان ساتنې د لارو چارو، د ارزانه او زلزلې پر وړاندې د محکمو کورونو د جوړولو په اړه خپل پریزینټشنونه د پوهنتون د رئیس، معاونینو، استادانو او خبریالانو په حضور کې وړاندې کړل چې د حاضرینو د تود هرکلي سره مخ شول او یاد محفل د استادانو لخوا څخه د حاضرینو پوښتنو ته په مناسبو ځوابونو ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: