په کابل پوهنتون کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې یو ورځینی سمینار ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۲:۶
1235

د کابل پوهنتون اړوند بشري سرچینو آمریت لخوا د روان کال لړم میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې یو ورځینی سمینار ترسره شو. په دې سمینار کې د پوهنتون ټولو آمریتونو اداري او خدماتي کارکوونکو ترڅنګ د پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو هم برخه اخیستې وه.

دسمینار په پیل کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمعید ابو الجراد د اسلام مقدس دین له نظره د فساد پېژندنه، عواملو او منفي اغېزو باندې خبرې وکړې او هغه یې د ادارې لپاره زیانمن یاد کړ.

وروسته د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار زبیر عظیمي د فساد پر وړاندې د مخنیوي په برخه کې د اغېزمنو او اساسي لارو په اړه خبرې وکړې؛ چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدې.

په پای کې د کابل پوهنتون بشري سرچینو آمر ښاغلي عطاء الله حکیمي د اداري فساد په مخنیوي کې د اداري کارکوونکو مبارزې او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې و غوښتل؛ چې په ورځنیو چارو کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: