په کابل پوهنتون کې درې ورځنی علمي- دیني سمینار پای ته ورسید
د دغه سمینار د پای په مراسمو کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست ښاغلی شیخ محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلی شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د سترې محکمې نظامي مرستیال ښاغلی مولوي خیرالله جان او د لوړو زده کړو وزارت مرستیالان هر یو ښاغلی لطف الله خیرخواه او مفتي طاهر احمد د ویناوالو له جملې څخه وو.
پدغه پروګرام کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي ارزښتونو، په ټولنه او په ځانګړې توګه په علمي بنسټونو کې د اسلامي اصولو او دودونو د مراعاتولو پر څرنګوالي او د اسلامي احکامو په تطبیق او پراختیا کې د استادانو پر رول خبرې وکړې. نوموړي په اسلامي نظام کې د ښوونې او روزنې رول ته په اشارې سره وويل چې د شريعت په چوکاټ کې د عصري علومو زده کړه ضروري ده.
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي ندا محمد ندیم د دغه سمینار په بریالي ډول پای ته رسېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په نوي مالي کال کې د پوهنتونونو د زیربنایي څانګو تجهیز او تمویل او د استادانو اقتصادي ستونزو حل ته لازمه پاملرنه شوې ده.
دغه سمينار چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې جوړ شوى و، درې ورځې يې دوام وکړ چې د کابل پوهنتون او همدارنګه طبي علومو، ښوونې او روزنې او پولي تخنيک پوهنتونونو څه باندې ٩٠٠ استادانو پکې برخه اخيستې وه او کېدای شي دغه سمينار په ولایتي پوهنتونونو کېهم دائر شي. په یاد سمينار کې د هېواد ديني عالمانو استادانو ته د ديني موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.