په چاپیریال پوهنه پوهنځي کې د ډبرې ښوېدنې خطر مدیریت په تړاو ورکشاپ ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۶:۴۶
654

په چاپیریال پوهنه پوهنځي کې د ډبرې ښوېدنې خطر مدیریت په تړاو ورکشاپ ترسره شو
د ډبرې ښوېدنې خطر مدیریت دستور العمل ارزونې ورکشاپ د چاپیریال پوهنې پوهنځي په همکارۍ او د (CWS) موسسې لخوا د ځمکپوهنې، کرنې، انجینري پوهنځیو استادانو او د پولی تخنیک پوهنتون، د طبعي پیښو سره د مبارزې وزارت، د چاپیریال پوهنې ملي ساتنې ادارې، او اکاډمي علومو استازو په ګډون د سلواغې په ۱۷ نېټه کې ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې انجینر عزت الله صدیقي د تیږې ښوېدو خطر مدیریت د ستور العمل او د مخنیوي تدابیر، د هغه په اړه پوهاوی، د طبیعي پیښو اغیزو کمولو په برخه کې د ظرفیت لوړول او نورو مهمو مواردو په اړه خپل پرزنتیشن وړاندې کړ.
وروسته د ورکشاپ ګډونوال په ګروپونو وویشل شول، نظریات او وړاندیزونه له یوځای کولو وروسته د ګډونوالو لخوا د ورکشاپ له مسؤلینو سره هم شریک شول.
په پام کې ده، له یاد ورکشاپ څخه ترلاسه شوې پایلې له د نوموړي دستور العمل د عملي کولو په موخه دخیلو بنسټونو سره هم شریکې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال (مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل) نوې ګڼه پرلیکه شوه!

د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال، په ویاړ سره د خپل د اول ټوک، درېیمه ګڼه د 1446 کال لپاره پرلیکه کړه.

یاد ژورنال ته نړیوال ISSN نمبر او د کراسریف نړیوالې ټولنې (CrossRef) له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د مرکزي کتابتون لپاره د الکترونيکي سيستم پرانیستنه وشوه

 د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره علمي سرچینو ته د لاسرسي او د محصلینو، استادانو او څېړونکو د اسانتیاوو لپاره د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون لپاره الکترونيکي سيستم جوړ شو. دې سره به. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۲:۲
Background image

د معیاري پروپوزل لیکنې اړوند روزنیز ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو او نوښتونو معاونیت له لوري د پوهنځیو ځوانو استادانو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دائر شو. د ورکشاپ اصلي موخه دا وه چې ګډونوال وکولی شي، د خپلو څېړنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.