په ځمکپوهنې پوهنځي کې د اوبو سرچینو مدیریت په تړاو ورکشاپ جوړ شو

د اوبو سرچینو مدیریت لپاره د ریموت سنسنګ او (GIS) څخه ګټه اخیستنې په تړاو د ځمکپوهنې پوهنځي هایدرومیترولوژي څانګې لخوا درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو. په نوموړي ورکشاپ کې د چاپیریال پوهنې، انجینري، کرنې او ځمکپوهنې پوهنځیو محصلینو ګډون کړی دی.
په پام کې ده، نوموړي ورکشاپ کې به محصلینو ته د اوبو د ارزښت، د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او په هېواد کې د اضافي اوبو د له مصرف څخه د مخنیوي په موخه د کابل پوهنتون استادان هر یو: پوهنوال اسدالله رحمت زي، پوهنوال صدیق الله ریښتین او پوهنوال هدایت الله آرین لخوا معلومات وړاندې شي.
د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي د یاد ورکشاپ په پیل کې د اسلام له نظره د اوبو اهمیت په اړه خبرې وکړې او هغه یې د انساني ژوند لپاره مهمه ماده یاده کړه او ددې ورکشاپ پر اغیزمنتیا یې ټنیګار وکړ.
د ځمکپوهنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالغیاث صافي په اوسنیو شرایطو کې د هېواد داوبو سرچینو مدیریت خورا مهم یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې محصلین به له دې ورکشاپ څخه د علمي درجو په پیاوړتیا کې غوره ګټه واخلي.