په فارمسي پوهنځي کې جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۴:۵۳
379

نوموړې غونډه د روان کال لیندۍ میاشتې په ۷نېټه په فارمسي پوهنځي کې ترسره شوه، لومړی د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنځي د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې د هېواد، پوهنتون او پوهنځي پر وړاندې مسولیتونو ته متوجه کړل.

وروسته د پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهنمل احمد تمیم غفاري د پوهنتون ضوابطو او اصولو په اړه خبرې وکړې او د هېواد صحي نظام او فارمسي مسلک ارزښت په اړه یې هغوی ته وضاحت ورکړ.

دغونډې په پای کې د پوهنځي فرهنګي کمېټې  غړي ښاغلي پوهنیار عبدالجلیل نثار او د لومړي ټولګي لارښوود استاد د پوهنځي آسانتیاوو، تشکیلاتي جوړښت او کرېډېټ سیسټم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې عمومي تدریسي مدیر ښاغلی مسعود نوري، د ډیپارټمنټو، لاربراتوارونو، کتابخانې، د آی ټي مرکز مدیران او د پوهنځي نورې آسانتیاوې له نیژدې ور وپیژندلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: