په ریاضیاتو پوهنځي کې (( په قسمي تفاضلي معادلاتو کې د لاپلاس طاقت سلسلې پاتې میتود کارونه)) په نوم سمینار ترسره شو
نوموړی علمي او څیړنیز سمینار د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۱نېټه د پاکستان هېواد خیبر پښتونخوا ایالت (عبدالولي پوهنتون) استاد ښاغلي دوکتور حسن خان لخوا وړاندې شو.
په دې سمینار کې لومړی د ریاضیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمدخان حیدري په کابل پوهنتون کې د ښاغلي استاد حسن خان د سیمنار له وړاندې کولو څخه مننه وکړه او هغه یې د علمي څړنو، تجربو او افکارو په تبادله کې ګټور یاد کړ.
په دې سمینار کې ښاغلي پروفیسور استاد حسن خان خپله چمتو کړې موضوع وړاندې کړه؛ چې د ګډونوالو دخوښۍ او پام وړ وګرځېده؛ د سمینار په پای کې استاد حسن خان د سمینار ګډونوالو ډېري پوښتنې هم ځواب کړې.