وضاحت!

tariq_admin
11

د ځينو مغرضو کړيو لخوا دا خبر لاس په لاس کيږي چې ګواکې د کابل پوهنتون له ليليې څخه د قومي تبعيض پر اساس ځيني محصلين اخراج شوي. دا هيڅ حقيقت نه لري.

 

حقيقت دا دی چې څو تنه اخراج شوي محصلين، چې له يو مشخص قوم سره تعلق نه لري، د پوهنتون د لوائحو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله د اصولو سره سم او د ځانګړې کمېټې د پرېکړې په نتيجه کې اخراج شوې دي.

 

 دا اصول پرته له کوم تبعيض څخه پر ټولو محصلينو په مساوي ډول تطبيق کيږي.

 

د کابل پوهنتون د سيمي او هيواد په کچه ستر تاريخي اکاډميک بنسټ دی، چې شاوخوا ۲۴زره محصلين په کې په تحصيل بوخت دي، له دوی څخه درې زره محصلين په ليليه کې ميشت دي. دا پوهنتون د هيواد د ټولو اقوامو مشترک اکاډميک کور دی. هر پوهنځۍ، هر ټولګۍ او د ليليې هره خونه يې د ملي وحدت يوه ژوندۍ بيلګه ده، چې هيڅوک ترې انکار نشي کولی.

وروستۍ خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۶
Background image

فوق العاده ګڼې ته د مقالو غوښتنه

د کابل پوهنتون د "طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال" په پام کې لري، چې خپله یوه فوق العاده ګڼه ( په افغانستان کې د خوړو د خونديتوب او د اقلیمي مقاومت لپاره د پایدارو کرنیزو سېسټمونو . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

د مقالو غوښتنه

د بهرنیو ژبو ژورنال د خپل درېيم ټوک لومړۍ ګڼې لپاره د ژبې او ادبیاتو د برخې له څېړونکو او استادانو څخه د علمي مقالو غوښتنه کوي. دا ژورنال د بهرنیو ژبو او ادبیاتو په برخه کې انګلیسي، . . .

Back to announcements

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: