ورزشي آمریت

دا امريت د محصلینو د چارو د معاونيت په چوکاټ کې خپل فعاليتونه کوي. دا امريت د بېلابېلو لوبو لپاره ډګرونه لري، چې د محصلینو د روزلو لپاره پر مسلکي استادانو سربېره قراردادي استادان هم د محصلینو د روزنې لپاره لري. دا امريت دا خپله دنده بولي، چې: د ورزش په برخه کې مخکښ محصلان په ګوته کړي او د روزلو لپاره يې اسانتياوې برابرې کړي؛ په کابل پوهنتون کې ورزش عام کړي، د پوهنځيو د محصلینو ترمنځ د بېلابېلو لوبو سيالۍ جوړې کړي، نوې نوې لوبډلې جوړې کړې او لېواله محصلان ورته رامات کړي. همدا راز هغو محصلینو ته هم يو پلان ورکړي، چې ورزش په حرفوي ډول نه کوي.

سپورتي رشتې معمولا په دوو برخو وېشل کېږي، ډله ییز او انفرادي. ډله ییزې رشتې لکه فوټبال، والیبال، کرکټ، بیسکټبال.... او انفرادي رشتې لکه پهلواني، جیدو، سامبوکرش، جي جیوسو، وشو، فټنس.

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم