محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو
د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.
په سمینار کې به د استاد مقام، د محصلینو مسوولیتونه، اخلاص، زهد، تقوی، اخلاق، د شريعت مقاصد، ولاء او براء، د انسان د پیدایښت مقصد، د اسلامي نظام اهمیت، د امير اطاعت او بیعت ته د مسلمانانو اړتیا او نور اړين موضوعات د علماء کرامو او استادانو لخوا بيان شي.
د سيمينار موده يوه اونۍ ده او شاوخوا زر تنه محصلين په کې ګډنوال دي.
