لید لوری، مأموریت او موخې

لید لوری:

د معیاري او باکیفیته ښوونیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې د لوړ مقام ترلاسه کول او په ملي او نړیواله کچه د بااعتباره او کارېدونکو څېړنو ترسره کول.

مأموریت:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د نوې ښوونیزې ټکنالوژۍ په کارولو سره د معیاري  ښوونیزو او څېړنیزو خدمتونو په وړاندې کولو، د روزنیزو علومو او ارواپوهنې په برخو کې مسلکي کادرونه روزي او ټولنې او کار بازار ته یې وړاندې کوي.

موخې:

  • د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د تدریس او زده کړو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول.
  • د علمي کادر د غړو د ظرفیت پراختیا او د هغوی د وړتیاوو څخه اعظمي ګټه اخېستل.
  • د ارواپوهنې او روزنیزو علومو په برخو کې د معیاري او تطبیقي څېړنو ترسره کول.
  • د اغېزمنو عایداتي سرچینو د برابرولو زمینه مساعدول.
  • د اغېزمن مدیریت او رهبري ښه والی او له اداري او مالي فساد سره مبارزه.
  • د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا.
  • د علمي فعالیتونو د پراختیا په موخه له داخلي او بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو (توأمیت) رامنځته کول.
  • د بنسټيزو اسانتیاوو پراختیا، محصلانو ته انټرنیټ ته لاسرسی، د کتابتون تجهیز او پراختیا او د درسي ټولګیو معیاري کول.
  • د پوهنځي علمي څېړنو عملي کول د ګټونکو لورو سره د دوامداره او معنا لرونکو اړیکو د رامنځته کولو له لارې.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: