لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د ځوانانو د مهارتونو زیاتوالی او لوړوالی د دې پروګرام په لیدلوري کې راځي. دا راز نوموړی پرورګرام د ادبپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې مختصص او مسلکي کادورنو روزي او د دري ژبې د ادبي آثارو د تحلیل (شعر او نثر) او د کلتور د ودې لپاره د مطالعې او څېړنې یوه نوې ساحه رامنځته کوي.

ماموریت:

د دري ډيپارټمنټ د دکتورا پروګرام د دري ژبې د ادبیاتو او ژبپوهنې په برخه کې د محصلانو د مهارتونو لوړول؛ همدارنګه د ادبپوهنې، ژبپوهنې، متني سمون، د ادبي او هنري آثارو په تخلیق او نورو اړوند برخو کې د مدرسانو او متخصصو کسانو روزل، یې د ماموریت مهم موارد دي.

موخې:

په عموم کې د دري ژبې او ادبیاتو له لوري د دکتورا پروګرام پیل، د دې ژبې د ادبیاتو او فرهنګ په برخه کې د څېړونکو، ادیبانو او لیکوالو لپاره د روزنې زمینه برابرولو په موخه و. ترڅو د دې ژبې څېړونکي، ادیبان او لیکوال د څېړنې په برخه کې زیاتې وړتیاوې ترلاسه کړي او د دري ژبې او ادبیاتو د ودې او پرمختګ په برخه کې ګټور ګامونه واخلي.

اساسي موخې:

د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو چمتو کول،، چې وکولای شي د مسلکي او ادبي پوهې په برخه کې لازم مهارتونه او وړتیا ترلاسه کړي او له دې لارې د تخصصي پوهې په برخه کې یوه ډله هغه ځیرک او تکړه استادان چمتو شي، چې د دولت او ټولنې کلتوري مطالعات، د روزل شویو او لوستو کسانو له لوري ترسره شي.

په عموم کې د دري ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام لاندې موخې لري:

- په مختلفو دولتي برخو کې د ادبي او فرهنګي چارو رهبري او مدیریت؛

- د هېواد د ادبیاتو او کلتور اړوند پالیسیو کې د مرستې کولو د وړتیا او مهارت ترلاسه کول؛

 - په ژبنیو او ادبي زده کړو په برخه کې د مهارت موندل؛

- د ژبې او ادبیاتو په برخه کې د استادانو او محصلانو د علمي سطحې لوړول؛

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: