لید لوری، مأموریت او موخې

لرلید

اقتصاد پوهنځی د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د اسلامي شریعت، ملي او نړیوالو معیارونو او د افغانستان د کار بازار له اړتیاوو سره سم د باکیفیته تحصیلي او علمي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی. دا پوهنځی د همدې موخې لپاره غواړي له معتبرو ملي او نړیوالو بنسټونو سره خپلې علمي همکارۍ لا پراخې کړي او په ملي او نړیواله کچه د یو باوري او تخصصي علمي مرجع په توګه وپېژندل شي.

ماموریت

اقتصاد پوهنځي د یو ستر علمي مرکز په توګه د لاندې علمي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژمن دی:

  • د لسانس او ماسټرۍ په کچه د باکیفیته تحصیلي خدمتونو وړاندې کول؛

  • د نړیوالو معیارونو او اسلامي ارزښتونو سره سم د ښوونیزو پروګرامونو تنظیم او پلي کول؛

  • د مسلکي، ژوند او عمل‌محوره بشري ځواک روزنه؛

  • د بشري ځواک د مادي او معنوي ګټو تأمین؛

  • د څېړنیزو خدمتونو، مشورو او نورو داوطلبانه فعالیتونو د وړاندې کولو له لارې په عام المنفعه او ټولنیزو چارو کې د اقتصاد پوهنځي د استادانو په رهبرۍ د استادانو، کارکوونکو او محصلانو فعاله ونډه.

 

ارزښتونه

  • اسلامي او ملي اصولو او ارزښتونو ته پابندي؛

  • رښتینولي او متقابله همکاري؛

  • په علمي ډګر کې د همکارۍ او سالمې سیالۍ پیاوړتیا؛

  • د بشري ځواک د کرامت او مقام ساتنه؛

  • تخصصي او علمي اړتیاوو ته ځواب ویل؛

  • د نوښت روحیه پیاوړې کول؛

  • په ملي او نړیواله کچه د علمي همکاریو پراختیا.

موخې

  1. د زده‌کړو ښه والی، د نصاب بیاکتنه او د بازار له اړتیاوو سره سم د نویو څانګو رامنځته کول؛

  2. په اداري او اکاډمیکو برخو کې د بېلابېلو کچو د ظرفیت لوړول؛

  3. د علمي کادر غړو لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه د تحصیلي بورسونو او فرصتونو برابرول؛

  4. په ملي او نړیواله کچه له معتبرو علمي بنسټونو سره د اکاډمیکو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا؛

  5. د اغېزمنتیا د زیاتوالي او د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د فعالیتونو د نظارت زیاتول؛

  6. د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوو او کتابتوني سرچینو سره د اقتصاد پوهنځی سمبالول؛

  7. د پرمختګ په چارو کې د ژمنو او مسلکي کادرونو ملاتړ.

 

توامیتونه

اقتصاد پوهنځی د خپلو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو موخو د تر لاسه کولو لپاره له یو شمېر کورنیو او بهرنیو ادارو او بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې په لاندې ډول دي:

  1. د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون

  2. واخان انسټیټیوټ

  3. پښتنی بانک

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: